پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د ډیورنډ په لانجمنه کرښه به د روان کال تر پایه اغزن تار لګول بشپړ شي

د ډیورنډ په لانجمنه کرښه به د روان کال تر پایه اغزن تار لګول بشپړ شي

پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار په چټکۍ مخ ته روان دی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د بلوچستان ځايي چارواکو ویلي چې په دغه ایالت کې پر ډیورنډ د اغزن سیم لګولو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی. د چارواکو په خبره ۱۰ سلنه کار یې پاتې دی چې په نږدې ورځو کې به بشپړ شي. بل لور ته پاکستاني چارواکو ویلي چې پر ټول ډیورنډ به د اغزن سیم لګول په روان ۲۰۱۸ کال کې بشپړ شي. د پاکستاني چارواکو په وینا تر دې دمه پر دغه پوله ۱۴ نظامي کلاګانې جوړې شوې دي او ټاکل شوې چې د دغو کلاګانو شمېر ۴۰ ته لوړ شي. پاکستان داسې مهال پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو د کار د بشپړتیا خبره کوي، چې دا یوه فرضي کرښه ده او د رسمي پولې حیثیت نه لري. پاکستان وايي غواړي په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *