یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د ډیورنډ په نامنلې کرښه وسلوالو طالبانو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ډیورنډ په نامنلې کرښه وسلوالو طالبانو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د تېرې چهارشنبې په ورځ مازیګر مهال وسلوالو طالبانو د ډیورنډ په کرښه د مومند ایجنسۍ په سوران دره سيمه کې د غټو وسلو پر مټ د پاکستان په پوستو برید تر سره کړ چې پکې ګڼ شمیر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینو د مالوماتو له مخې په یاد برید کې یو پاکستاني عسکر وژل شوی او بل هم مرګونی ټپي دی، د یاد برید پړه په سيمه کې فعاله نوې راټوکېدلې وسلوالې  ډلې حزب الاحرار منلې.

هېره دې نه وي د یادې تندروه ډلې افراد چې د جماعت الاحرار وسلوالې ډلې پورې یې تړاو درلودو څو میاشتې وړاندې د خپل منځي شخړو له کبله یې نوې ډله اعلان کړه چې مشري يی مکرم مومند په نوم جنګیالی کوي ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: