یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / راپورونه / د ډیورنډ کرغېړنې کرښې په اړه متضاد او حیرانونکي راپورونه!

د ډیورنډ کرغېړنې کرښې په اړه متضاد او حیرانونکي راپورونه!

په پاکستان کې ډان ورځپاڼه د ډیورنډ کرښې د رسمیت پیژندنې په اړه هغه خبر رد کړی چې له تیرې ورځې راهیسې د یاد ورځپاڼې له (جعلي) ادرسه په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

ډان ورځپاڼه وایي، دوی پورې تړل شوی هغه خبر ناسم او جعلي دی چې په کې لیکل شوی چې ”د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په وروستۍ لیدنه کې ډیورنډ کرښه “په رسمیت پېژندلې ده. “

بلخوا د افغانستان ملي امنیت شورا د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې له تيرو څو ساعتونو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې د ډيورنډ د فرضي کرښې په رابطه يو جعلي او بې بنسټه خبر لاس په لاس کيږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې موضوع د روښانتيا په موخه ليکو، چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال له ښاغلي جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په مورد له نوموړي یا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده.

د ملي امنیت شورا په وینا، په ټولنيزو شبکو کې نشر شوی خبر کاملا” بې بنسټه او يوه جعلي پروپاګنده ده.

ملي امنیت شورا زیاتوي، چې د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع تر دې مهاله په هيڅ کوم مجلس کې نه راپورته شوي او نه هم بايد دا موضوع را پورته شي.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع حتمي خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *