دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / د ډیورڼډ په نامنلې کرښه اغزن تار لګول د منلو وړ نه دی

د ډیورڼډ په نامنلې کرښه اغزن تار لګول د منلو وړ نه دی

د قبایلو چارو وزارت وایي، پر ډیورند فرضي کرښه د پاکستان له خوا اغزن تار غځول ورته د منلو وړ نه دي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ۹۱ یمې کلیزې په یاد غونډه کې وویل، چې د ډیورند په تړاو هر ډول پرېکړه یوازې د کرښې دواړه غاړه ولسونه کولی شي او دا د دولتونو کار نه دی. په غونډه کې د قبایلو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې دوی ته د پر ډيورنډ کرښه د اغزن سم تېرول او همدا راز د پاکستان له لوري هر ډول غیر قانوني اقدامات د منلو وړ نه دي. په دې غونډه کې قومي مشرانو د پاكستان حكومت له خوا د پښتنو اوبلوڅو قومونو پرضد تهديدونه، خنډونه او د حق نه وركولو ستونزې خواشينوونكي وبللې او د پاكستان له حكومت يې وغوښتل چي ددې ازادي غوښتونكو قومونو حقوقو ته پاملرنه وكړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *