جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د ژمنو اوښتل د امریکا پخوانی مرض دی

د ژمنو اوښتل د امریکا پخوانی مرض دی

ایران د امریکا د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي دا د امریکا پخوانی عادت دی، چې له خپلو ژمنو واوړي. دده په خبره ایران خپل کار ته ادامه ورکوي او په هوکړه کې له شریکو هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي چې د ستونزې لپاره حل لاره پيدا کړي. دده په وینا د ایران اټومي فعالیتونه سوله ییز دي او هېچا ته خطر نه شي جوړولی. د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي، چې د سي ای اې پخوانی مشر دې د ایران په اړه عجولانه پرېکړې نه کوي ځکه ایران له خپلې لارې نه را ګرځي او لا هم پر خپله هوکړه ولاړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: