د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وایي چي نن غرمه څه باندي دولس بجې د کندهار ښار د نهمي امنیتي حوزې اړوند د جادې به سیمه کي د زابل د ښارصفا ولسوالی امنیه قومندان ګل احمد ګرانی د ناپیژاندو وسله والو په برید کي وژل سوی دی.
نوموړی وایي چي ددي برید په ترڅ کي د ګل ګراني یو ساتونکی ټپی سوی هم دی او برید کوونکي په تیښته بریالي سوي دي.
تر اوسه کومي ډلي ددي پیښي مسولیت نه دی منلی.