چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابلوف د څرګندونو په اړه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غبرګون!

د کابلوف د څرګندونو په اړه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غبرګون!

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د روسي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګوندي افغان ځواکونه پر وسله والو طالبانو وسلې پلوري وايي، د سیمې ځينې هېوادونه د خپلو ګټو په خاطر بې بنسټه ادعاوې مطرح کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې طالبانو له دوی نه د پیسو غوښتنه کړې چې لهافغان ځواکونو نه پرې وسلې وپېري

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ د معینیت مرستیال شاه ولي صافی وايي، د افغان ځواکونو په اړه داشان څرګندونې رېښتینې نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې د وسلو د خرڅلاو موضوع د روسي چارواکو کاذب تبلیغ دی.

صافي زیاته کړه:

“دا حقیقت نه لري، که امنیتي ځواکونو وسلې خرڅولی، قرباني به یې نه ورکوله، دا د سیمې سیاست دی چې خپل سیال بدنام کړي، موږ داسې کومه هېڅ بېلګه نه لرو.”

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په هېڅ یوه سیمه کې داسې کومه بېلګه نه لیدل شوې چې افغان ځواکونو دې پر وسله والو طالبانو خپلې وسلې پلورلې وي.

ښاغلي کابلوف د ځينو طالب مشرانو سره د اړیکو هدف په افغانستان کې د خپلو وګړو ساتنه او سولې ته د دغې ډلې هڅول بللي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسلو د خرڅلاو په اړه اندېښنې مطرح کېږي، بلکې مخکې تر دې هم د ملي او نړیوالو بسنټونو او اشخاصو لخوا ورته اندېښنې او ادعاوې مطرح شوې دي.

له دې وړاندې د ارزګان او فراه د ولایتي شورا رئیسانو امیر محمد بارکزي او فرید بختور ویلي و چې د پولیسو په لیکو کې ځينې خلک پر وسله والو مخالفینو وسلې پلوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: