یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل بریدونو په اړه د داعش ډلې څرګندونې

د کابل بریدونو په اړه د داعش ډلې څرګندونې

په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان یا داعش خراسان د کابل په لویدیځ په دشت برچي سیمه کې د پرونیو چاودنو مسئولیت په غاړه اخیستې ده.

د داعشیانو اړوند اعماق خبري اژانس په یوه بیان کې ویلي، چې لومړی برید د صابر الخرساني په نوم ځان وژونکی له لوري ترسره شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دوهمه چاودنه هم د داعشیانو له خوا ترسره شوي او په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *