چهارشنبه , نوومبر 14 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی

د کابل برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی

کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه قمبر څلورلارې کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز برید شاوخوا یو ساعت وړاندې د څولورو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر وویل، چې په یاد برید کې یواځې څلور بریدګر وژل شوي دي او درې امنیتي سرتېري ټپیان دي. هغه زیاته کړه چې، په یاده پېښه کې نور چاته زیان نه دی اوښتی. تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *