یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل برید مونږ پوري تړاو نلري!

د کابل برید مونږ پوري تړاو نلري!

افغانستان کې وسله وال طالبان په کابل کې د پروني خونړی برید ترشا د یاد ډلې ښکیلتیا رد کړی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي «کابل کې دپرون ورځې چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نلري.»

تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو له دې وړاندې د اسلامي دولت نومې یا داعش وسله والو دی ته ورته بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستي وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په پرونی برید کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او کابو ۱۸ نور ټپیان دي.

پیښه پرون شاوخوا د غرمې پر مهال د کابل ښار په لویدیځ کارته سخي ته څېرمه رامنځته شوه.
په همدې حال کې عیني شاهدان او ځیني امنیتي سرچیني وایلي و.، کیدای شي چې په دغه برید کې تر ۲۶ زیات کسان وژل شوي وي

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپل ترهګریز فعالیتونه ګړندي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: