شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل د بریدونو په اړه د ملي امنیت موندنې

د کابل د بریدونو په اړه د ملي امنیت موندنې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، د یاد ریاست موندنې ښیي چې د کابل د نننی بریدونو ترشا د حقاني ترهګرې شبکې لاس ښکېل دی.
د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نننی بریدونه د حقاني شبکې او لښکر طیبه ډلې له خوا پلان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعشیانو خراسان څانګه له دې وړاندې د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې د برید مسئولیت په غاړه اخیستی و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د دیار لسمې امنیتي حوزې د برید په اړه وویل، چې دغه برید پای ته رسېدلی.
د ښاغلي برمک په وینا، د لسمې امنیتي حوزې په برید کې لږ تر لږه دوه تنه پولیس سرتېري شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
نومړی ډاډ ورکړ چې د نننی بریدونو په اړه به په جدي توګه پلټنې پیل شي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د وسله والو په بریدونو کې بدلونونه لېدل کېږي او زیاته یې کړه چې سږ کال وسله والې ډلې د بېلا بېلو هېوادونو په مرسته بریدونه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: