یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل پرونۍ برید د ډونالډ ټرمپ احساسات راپارولي دي

د کابل پرونۍ برید د ډونالډ ټرمپ احساسات راپارولي دي

ډونالډ ټرمپ وايي طالبان به په ورته وحشتونو او خونړیو بریدونو خپلو موخو ته ونه رسېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل تر خونړۍ پېښې څو ساعته وروسته یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او په هغه کې یې د کابل برید غندلی دی. ډونالډ ټرمپ ویلي ددې وخت را رسېدلی دی، چې د قاتلو طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات وشي. دده په وینا د هغو طالبانو پر وړاندې باید په پوره قاطعیت اقدامات وشي، چې د پروني برید پړه یې منلې ده. ټرمپ زیاته کړې چې طالبان غواړي خپله ظالمانه مفکوره په افغانستان کې پلې کړي، خو د ورته خونړیو بریدونو له لارې به دوی بریالي نه شي. دده په وینا امریکا ژمنه کوي، چې افغانستان به یو امن هېواد وي او د ترهګرو په امن پټنځای به بدل نه شي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او په دې برخه کې د امریکا متحد شي. ټرمپ ټینګار کړی چې امریکا او متحدین به یې د افغانستان د پوځي د پیاوړتیا لپاره کار کوي او د یوه امن او با ثباته افغانستان لپاره به هڅې روانې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *