دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل پر ګډون یو شمېر نورو د ټاکنیزو مرکزونو بریدونه شوی

د کابل پر ګډون یو شمېر نورو د ټاکنیزو مرکزونو بریدونه شوی

د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د پلازمېنې کابل په شمول په ګڼ شمېر نورو سيمو کې هم د چاودنو او نښتو راپورونه خپاره شوي دي.

ټاکل شوې وه، چې د رايو مرکزونه به سهار اته بجې پيل شي، خو تر يوولسو بجو لا هم ګڼ شمېر مرکزونه تړل شوي او پر يو شمېر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي دي.

يو چاودنه د کابل ښار په چهاردهي سيمې چهار قلعه ليسه کې شوې ده. همدارنګه د احمد شاه بابا مېنې ارزان قيمت سيمې د احمد شاه بابا د نجونو په ليسه کې هم چاودنه شوې ده.

د خوست، ننګرهار، کونړ، بدخشان، غور، کندوز، بلخ، کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د رايو پر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي دي، چې له امله يې په ډېرو سيمو کې د رايو مرکزونه تړل شوي دي.

طالبانو د دغو بريدونو او چاودنو مسووليت منلی او تېره ورځ يې پر عامو خلکو غږ کړی و، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او دا يې د اشغال تر سيوري لاندې جعلي پروسه بللې ده.

د بريدونو او چاودنو سربېره د کابل ښار او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې د ټاکنيزو موادو د ترسيل او بايوميټرک نظام د نه فعاليت او کارکوونکو نه تجربې د خلکو اندېښنې پارولي دي.

د کابل ښار کارته نو، ارزان قيمت، کلاچې او ګڼو نورو سيمو خلک وايي، چې د غرمې تر يوولس نيمو بجو لا هم د رايو مرکزونه تړل شوي او د بايو ميټريک نظام نشته او يا يې هم مامورين په کارولو نه پوهيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: