سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل په بازارونو کې پېر او پلور کم شوي دي

د کابل په بازارونو کې پېر او پلور کم شوي دي

پلازمېنې کابل کې د سلواغې پر ۷ مه نېټه یا پر وړمې شنبې د جمهوریت روغتون په څنګ کې خونړی ځانمرګی برید وشو. له دې بریده ۹ ورځې تېرېږي چې لا هم د کابل نوي ښار کې دوکانونه او د کارو بار مرکزونه بېخې بې‌رنګه برېښي.

د کابل په لویدیځ کې نوی ښار د پلازمېنې ګڼه‌ګونې سیمه بلل کېږي چې سترې هټۍ، ستر سوداګریز مرکزونه، انتیک پلورنځي، شخصي بانکونه، مخابراتي شرکتونه او زیات شمېر هوټلونه په‌کې موقعیت لري.

دوې اوونۍ مخکې به ‌دې سیمې ته زرګونه کسان د پېر او پلور له‌پاره راتلل؛ خو دا نن‌ دې سیمې ته په تګ ـ راتګ کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د نوي ښار سیمه کې د جامو پلورنځیو یو شمېر هټیوالو وویل چې کارو بار يې پیکه شوی او مشتریان يې بېخي کم شوي‌دي.

دوی وايي چې له وروستي برید رووسته خلک د امن احساس نه‌کوي او له همدې امله په‌دې سیمه کې ګڼه‌ګونه پیکه شوې.

خواجه نثار احمد چې په نوي ښار کې دوکان لري وايي چې له برید وروسته يې هېڅ څه نه‌دي پلورلي او د هټۍ کرایه هم پرې تاوان ده.

سعید او همایون د کابل نوي ښار دوه نور هټیوال وايي چې کارو بار يې د تېرو دوو اوونیو په پرتله له ۸۰ تر ۹۰ سلنې کم شوی‌دی.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي باوري دي چې د سترو سوداګریزو مرکزونو د کارو بار ټیټوالی پر ټولو برخو منفي اغېز لري او دا کار د هېواد اقتصاد ته ستر زیان اړوي.

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد حسیب‌الله موحد وايي، هغه مهال چې په بازارونو کې پېر او پلور بې‌رنګه شي؛ اقتصادي معاملات هم کمېږي.

ښاغلي موحد ټینګار وکړ، که په سمه توګه امنیت تامین نه‌شي او د اقتصادي معاملاتو ټیټېدو مخه ونه نیول شوي؛ دوام یې اقتصادي بحران راوستلی شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړنیو شمېرو پر بنسټ، کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید خصوصي سکټور ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي د بازار چمتو کول، امنیت ټینګښت، اسانتیاوو برابرول، بیمه، زیربناوو جوړول او د پانګې خوندیتوب د حکومت مسوولیتونه بولي، وايي د سوداګرو خوندیتوب د حکومت دنده ده او باید په سمه توګه يې ترسره کړي

7 تبصرې

  1. Does your blog have a contact page? I’m having trouble locating
    it but, I’d like to shoot you an email. I’ve got some ideas for your blog you might be interested in hearing.

    Either way, great blog and I look forward to seeing it improve over time.

  2. I’m not sure why but this blog is loading extremely slow for me.
    Is anyone else having this issue or is it a problem
    on my end? I’ll check back later on and see if the problem still
    exists. adreamoftrains website hosting

  3. Howdy! Quick question that’s entirely off topic.
    Do you know how to make your site mobile friendly?
    My weblog looks weird when viewing from my iphone.

    I’m trying to find a template or plugin that might
    be able to resolve this problem. If you have any suggestions, please
    share. Thank you!

  4. Whoa! This blog looks exactly like my old one!

    It’s on a entirely different subject but it has pretty much
    the same page layout and design. Wonderful choice of colors!

  5. Hi there everyone, it’s my first pay a visit at this web page, and article is in fact fruitful designed for me,
    keep up posting these types of posts. cheap flights 3gqLYTc

  6. I truly love your blog.. Great colors & theme. Did you make this amazing site yourself?
    Please reply back as I’m planning to create my very
    own blog and would like to know where you got this from or exactly what the theme is called.

    Many thanks!

  7. Hi there Dear, are you truly visiting this website regularly, if so after that you will
    definitely take fastidious experience.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: