سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل په څیر بریدونه په ګاونډي هېوادونو کې پلان کیږي

د کابل په څیر بریدونه په ګاونډي هېوادونو کې پلان کیږي

امریکا متحده ایالیتونو هغو هیوادونوته خبرورکړی چې دوسله والوسره دسولې په لاره کې هڅې کوي اویا ورسره مبارزه اومرسته کوي پرې ږغ کړی چې باید دهغوی تشدد په وړاندې جدي اقدام وکړي اودهغوی مرسته کونکوسره هم دمبارزې قدم پورته کړي.

په همدې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ځايي خبري سرچینوته دخبروپه مهال ویلي چې ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، مسؤلیت لري چې د طالبانو د تشدد د پای ته رسولو لپاره قاطع ګامونه پورته کړي.

پرون په کابل کې وسله والوطالبانو یوه لویه موټریزه حمله وکړه چې تر۲۶۰کسانوته یې مرګ ژوبله واړوله په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت همدوی وسله والو طالبانو په غاړه اخېستی دی اودایې دبمباردونو انتقام بللی دی.

دوسله والوسره دمبارزې په ډګرکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټېلرسن رسنیزوسرچینوته ویلي د هغو کسانو په وړاندې چې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي یا پناه ورکوي هېڅ ډول زغم نه شته.

هیره د نه وي چې په روان کال کې دکابل د برید په څېر بریدونه وار په وار تر سره کیږي چی د مسولیت يي وسلوال طالبان منې اویا هم حقانې شبکه

د یادونې وړ ده چې د حقانی شبکه او دی ته ورته نوري وسلوالې ډلې چې پاکستان کې شتون لري او دغه خاوره دخپل سپر په څېر کاروي

په ورته وخت د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه د هغه په حواله لیکل شوي پر ملکي وګړو د حملې لپاره له امبولانسه کار اخېستل د افغانانو او ټولو هغو خلکو په وړاندې چې د سولې ټینګولو هڅې کوي غیر انساني بې پراويي څرګندوي. دا کار د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.

سږکال دنورو کلونو په پرتله ډیرخونړي اودیوې نوې جګړې شاهد دی ،تیره کال دژمي په رارسیدوسره وسله والویوډول فعالیت نه دی ترسره کړی ،خوسږکال هغوی هم ویلي چې دوی به ضرور دنورو هیوادونو له بدنامیدو په داخلې کې خپل سنګرونه فعالوي چې دې سره دامریکادنوې ستراتیژۍ په مقابل کې موټریزبریدوتربل هروخت زیات کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: