دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل ښار د نوي امنیتي پلان له مخې امریکايي ځواکونه کور په کور تلاشي کوي

د کابل ښار د نوي امنیتي پلان له مخې امریکايي ځواکونه کور په کور تلاشي کوي

کابل کې د امریکايي ځواکونو له لوري کور په کور تلاشي پيليږي.په کابل کې د امریکايي ځواکونو قوماندان اعلان کړی، چې دوی به د کابل ښار د نوي امنیتي پلان له مخې، د افغان ځواکونو په ملتیا د وسله والو پر احتمالي پټنځایونو او مرکزونو چاپې اچوي او ښايي کور په کور پلټنې هم کوي.

د ملي شورا غړي وايي، په کابل ښار کې د امریکايي ځواکونو له خوا کور په کور پلټنې د خلکو ازادي سلبوي.د ملي شورا غړي وایي، د بهرنیو ځواکونو غلطې پالیسۍ ددې لامل شوې چې ناامنۍ تر ښارونو راورسیږي.

د ملي شورا غړي او عام هیوادوال اندیښنه ښيې چې ښایې د بهرنیانو له دا ډول پلانونو سره په پلازمینه کابل کې د خلکو نسبې ازادي هم له ګواښ سره مخ شي او هر څوک چې د دوی خلاف غږ پورته کوي.

د کابل په شمول د اکثرو ولایتونو کنټرول اوس د افغان ځواکُونو سره دی خو بیا هم بهرني ځواکُونه د افغانستان په مختلفو برخو کې هوائي او ځمکني عملیات کوي او اکثر د دوي د عملیاتو هدف ملکیان ګرځي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *