دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / پښتو ادب / د کاروان میره د منزل امید مې تا پورې دی/ دې کږلیچو کې که خطا شوې، زه به هم خطا یم

د کاروان میره د منزل امید مې تا پورې دی/ دې کږلیچو کې که خطا شوې، زه به هم خطا یم

غــــزل
ـــــــــــــ

د مینې رازه که رسوا شوې، زه به هم رسوا یم
ورکه ارمانه که پېدا شوې، زه به هم پېدا یم

ګوره په یو بل باندې پایو په یو بل راټول یو
توره ماښامه که تنها شوې، زه به هم تنها یم

یو چا د ژوند لوظ تړلی دی تر دې راسره
وایي که خاورو ته پنا شوې، زه به هم پنا یم

د خوا خوږۍ احساسه څو ځایه تقسیم یې له ما
زما زړګیه که زما شوې، زه به هم زما یم

د کاروان میره د منزل امید مې تا پورې دی
دې کږلیچو کې که خطا شوې، زه به هم خطا یم

زاهد ساپي یمه مشکور ربه د ژوند په هر حال
بس خو چې ته له ما رضا شوې، زه به هم رضا یم
ـــــــــــــــــــــــــــــ
د شاعر مهاجر زاهد ساپي نه په مننه سره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: