پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / د کرمې ایجنسۍ سوداګرو له پاکستانه د تړلې لارې پرانېستل غوښتي

د کرمې ایجنسۍ سوداګرو له پاکستانه د تړلې لارې پرانېستل غوښتي

تېره اوونۍ خوست ولایت ته نږدې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په کې پنځه پاکستاني ملېشه ځواکونه ووژل شول.
له هغه مهاله پاړه چنار کې په ډیورنډ کرښه پرته لاره د پاکستان له لوري تړل شوې ده.
د نذیر احمد په نوم د سوداګرو یوه استازي اسوسییټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د لارې د تړلو له امله یې سوداګرۍ ته زیان اوښتی دی.
بل خوا، یوه امنیتي چارواکي بیا د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې لاره به د دواړو لورو د قومونو له لیدنې وروسته پرانېستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *