پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / د کمونیستانو مشر ویلایمیر لینن هند کې په ځمکه غورځول شوی دی

د کمونیستانو مشر ویلایمیر لینن هند کې په ځمکه غورځول شوی دی

د هند په سویلي ترایپوره سیمه کې د واکمن بی جی پي پورې تړلو خلکو د کمونست مشر ویلایمیر لینن مجسمه غورځولې ده.

د ګوند عمومي سکرتر رام مادیو پر خپل ټوېټر لیکلي وو چې خلک د لینن مجسمه غورځوي، روسیه کې نه، په هند کې. نوموړي وروسته دغه ټویټ لرې کړ

ویډيوګانو کې لیدل کېږي چې لسګونه تنه په یوه کالج کې د لینن د مجسمې د غورځولو له پاره راټول شوي او د بلډوزر په واسطه د لینن مجسمه لاندې غورځوي. دوی د هند زنده باد شعارونه ورکول.

یاده سیمه کې ګډوډي وروسته له هغه پېل شوه چې بی جی بي له یوه بل ګوند سره یو ځای، ټاکنو کې یوه کیڼ اړخي ګوند ته ماته ورکړه او د هغوی ۲۵ واک یې په اسمبلۍ کې پای ته ورسوه.

بی جی پی چې لومړی وزیر نریندرا مودي یې هم غړی دی، هند کې له خپلو ګوندیانو او له هندو مذهب پرته د نورو په تړاو په زغم نه لرلو تورن دي. دوی هندو-نشنلیست ګڼل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *