یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کمپاین په دوران کې ۵۶ ملکیان وژل شوي دي

د کمپاین په دوران کې ۵۶ ملکیان وژل شوي دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي له کومې ورځې چې د نوماندانو شل ورځنی کمپاین پیل شوی دی، نو پر ملکي وګړو بریدونه ډېر شوي دي. ددغه کمیسیون مشرې سیما سمر ویلي چې په دې موده کې ۵۶ ملکیان وژل شوي دي او تر ۱۸۵ ډېر ټپیان دي. نوموړې وايي دغه ملکیان په چاودنو، ځانمرګو بریدونو او وسله والو نښتو کې وژل شوي دي. هغه زیاتوي چې ښايي د تلفاتو شمېره تر دې هم ډېره وي، خو دوی توانېدلي چې همدا شمېره ثبت کړي. مېرمن سمر وايي پر ملکي وګړو بریدونه بشري او جنګي جنایت ګڼل کېږي او حکومت باید د پېښو عاملین ونیسي. نوموړې پر حکومت او بهرنیو ځواکونو غږ کړی دی چې په هېواد کې د نږدې ۵۱۰۰ ټاکنیزو مرکزونو امنیت خوندي کړي او اجازه ور نه کړي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: