چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د کندهار تر برید وروسته د امریکا د موخو پوره کېدل لرې برېښي

د کندهار تر برید وروسته د امریکا د موخو پوره کېدل لرې برېښي

د کندهار تر برید وروسته د امریکا د موخو پوره کېدل لرې برېښي. پي بي اس تلویزیون پر خپله وېبپاڼه په یوه اوږده تحلیل کې لیکلي، چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن شوی دی، سره له دې چې امریکا په خپلو موخو کې بریالۍ نه وه، خو د کندهار برید به دغه بریا نوره هم لرې کړي. په مطلب کې راځي په کندهار کې داسې مهم کسان د امریکايي قومندان په مخ کې وژل کېږي چې هغه د ټولو جنوبي سیمو د امنیت لپاره مهم وو. سرچینه لیکي، امریکا بریالۍ نه شوه، چې ترهګر ختم کړي، د نشه يي توکو د قاچاق، کښت او کاروبار مخه ونیسي او په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت جوړ کړي. د سرچینې په خبره دا چې امریکا تر دې دمه په خپلو موخو کې بریالۍ نه شوه، خو په کندهار کې وروستۍ پېښه دا ښيي چې د امریکا لپاره خپلو موخو ته رسېدل نور هم ګرانېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: