سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کندهار پولیسو ته د تېرو دریو میاشتو راهیسي معاشونه نه دي ورکړل شوي

د کندهار پولیسو ته د تېرو دریو میاشتو راهیسي معاشونه نه دي ورکړل شوي

د کندهار د یو شمېر ولسوالیو زرګونو پولیسو ته له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي. په دې کې زرګونه ملي، سیمه ییز، سرحدي او د عامه نظم پولیس شامل دي چې ډېری یې د کندهار په له ګواښونو ډکو سیمو کې دندې ترسره کوي. د پژواک خبري اژانس د خبر د راپور له مخې، په کندهار ولایت کې د جنګ په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي عسکر وایي، دا ډېره سخته ده چې له ستونزو او کړاوونو ډکه دنده تر سره کوې، خو له بده مرغه معاش یې هم پر وخت نه درکول کېږي. دوی زیاتوي، دلته پولیس هره شېبه د وسله والو له بریدونو سره مخامخ دي او له خطرونو او ګواښونو ډکه دنده مخ ته وړي خو نه پاملرنې مایوس کړي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني بیا وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د معاشونو د ځنډ لامل د خیالي پولیسو شتون په ګوته کوي او له تېرې څه مودې راهیسې یې د پولیسو د بایومټیریک کولو لړۍ پیل کړې چې لا بشپړه شوې نه ده. درانی زیاتوي، تر راتلونکو څو اوونیو به د بایومیټریک لړۍ بشپړه شي او د پولیسو بند معاشونه به حواله شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: