یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کندوز په پرونۍ غمیزه کې ۷۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

د کندوز په پرونۍ غمیزه کې ۷۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

د کندوز د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ په هوايي بريد کې لږ تر لږه ۷۰ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. تېره ورځ افغان ځواکونو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ماشومانو په ګډون لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یاد ولایت ولایتي شورا وکیلان وايي، په دې پېښه کې ګڼ شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، نو حکومت يې بايد جدي وڅېړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي. دغه راز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وایي، چې په دې پېښه کې ١٧٠ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت وياند بريد جنرال محمد رادمنش وويل چې دا بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د ترهګرو پر يوې قرارګاه شوى دی او په ترڅ کې یې شل وسله وال وژل شوي او شل نور ټپيان شوي دي. خو وسله وال طالبان بیا د خپلو ملګرو وژل کېدل ردوي او وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *