پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کنړ ولایت په سرحدې سېمه پاکستاني ځواکونه په نامنلې  کرښه د ټوپک په زور اغزن تار لګوي

د کنړ ولایت په سرحدې سېمه پاکستاني ځواکونه په نامنلې  کرښه د ټوپک په زور اغزن تار لګوي

دکونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونه يوبل ته ګوته په ماشه ناست دي
چارواکي وايي پاکساني ځواکونه غواړي په دغه ولسوالۍ کې دډیورنډ په فرضي کرښه اغزن تار تېر کړي خو دافغان امنیتي ځواکونو او دناړۍ ولسوالۍ ځايي خلکو يي کلک مخالفت کړی.
دکونړدولایتي شورا غړي ملک شېرزمین هم یاده ستونزه مني او وايي ددغه ولسوالۍ دوکلام او پاشینګرکلي چې دډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پراته دي اوسېدونکي یې دکډه کېدو په حال کې دي هغه وايي دغه خلک ددولت سره په ملاتړ دغه سیمې پرېږدي او غوښتنه کوي چي دولت دې ورته د اوسېدلو لپاره خوندي ځایونه برابر کړي.
هاخوا د کونړ د امنيي قومندان پاسوال جمعه ګل(همت) هم دپاکستانیو ځواکونو سره دجګړې پوره چمتوالی ښايي او وايي نه پرېږدو چې پاکستاني ځواکونه دې په ناړۍ ولسوالۍ کې اغزن تار وغزوي.
دیادونې ده چې دکونړ په ډېری سرحدي ولسوالیو کي هم دپاکستانیو ځواکونو له لوري اغزن تار غزېدلی خو ځايي خلکو پرې هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی خو دالومړۍ ځل دی چې دناړۍ په ولسوالۍ کې دځايي خلکو له لوري دپاکستانيو ځواکونو له لوري ددغه چارې مخنیوی کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: