چهارشنبه , اپریل 21 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / د کوزي پښتونخوا په محبثونو کې یو تعداد بندیان په ایډز مرض اخته شوي دي

د کوزي پښتونخوا په محبثونو کې یو تعداد بندیان په ایډز مرض اخته شوي دي

د پښتونخوا په جېلونو کې حکومتي سرچینې وايي، نږدې ۴۵ بندیان په اېډز اخته شوي دي. دوی وايي پر اېډز سربېره ۶۰ بندیان نري رنځ یا ټي بي نیولي او د زېړي یا هیپاټایټس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له دې زیات دی. په پښتونخوا کې اول ځل د بندیانو طبي معاینه کېږي. حکومتي سرچینې وايي، د صوابۍ په جېل کې ۱۹ بندیان اېډز نیولي، په نورو هغو کې شاوخوا ۲۵ بندیان هم د دې خطرناکې ناروغۍ ښکار شوي دي. په دغو صوبه کې د ټولو جېلونو د بندیانو د وژونکو ناروغیو معاینه روانه ده. د محبسونو لوی څارونکی شاهدالله خان وايي، په زندانونو کې د هیپاټایټس یا زېړي د ناروغانو شمېر ډېر زیات دی او د بندیانو د ژوند د ښه والي لپاره پر یوه لایحه کار روان دی. دده په خبره تر دا مهاله د دې صوبې په بندونو کې له ۱۱ زرو ډېر قیدیان شته چې معاینه یې روانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *