چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / اسلاميات / د کوزې پښتونخواه د اکوړه خټک د حقاني مدرسې څخه ګڼ شمیر عالمان فارغ شول

د کوزې پښتونخواه د اکوړه خټک د حقاني مدرسې څخه ګڼ شمیر عالمان فارغ شول

نن د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک سيمه کې د سيمې تر ټولو سترې ديني مدرسې دارالعلوم حقانيې څخه ۱۹۰۰سوه عالمان فارغ شول، چې سلګونه تنه يې افغانان هم وو. د دغو فارغانو د دستاربندۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته لسګونه زره علماء او عام خلک راغلي وو. د بخاري شریف د ختم د دعا او وينا پر مهال د غونډې ويناوالو په اسلامي نړۍ کې پر مسلمانانو روان ظلمونه وغندل او په ځانګړې توګه د تېرې دوشنبې په ورځ، د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر ديني مدرسې شوی بمبار په پراخه کچه وغندل شو او د امریکا او افغان حکومت دغه کړنه جنګي جرم او ترهګري ياده شوه. د غونډې ويناوالو وويل، چې اسلام له ترهګرۍ پاک دين دی او په وينا يې په کندوز کې پر مدرسې له شوي بمباره ټولې نړۍ ته د امریکا او افغان حکومت ترهګريزه څېره روښانه شوه. د دارالعلوم حقانيې د دستاربندۍ په غونډه کې د دغې مدرسې مشر مولانا سميع او نورو ويناوالو ټينګار وکړ، چې د افغانستان او سوريې په ګډون دې په ټولې اسلامي نړۍ کې پر مسلمانانو روان ظلمونه بايد سمدستي ودرول شي او له نړيوالو بشري او خيريه ټولنو غوښتنه وشوه، چې د مسلمانانو د بشري حقونو لپاره غږ پورته کړي. مولانا سميع الحق وويل، چې اسلامي مدارس د اسلامي ثقافت ساتونکي او د مسلمانانو د سالمې لارښوونې مرکزونه دي، خو امریکا او پلويان يې د مدارسو د بدنامولو لپاره د رسنيو له لارې د عامو مسلمانانو او نړيوالو ذهنونه تخريبوي. دارالعلوم حقانيه د سيمې په کچه تر ټولو ستره او باوري ديني مرجع ده، چې ديني عالمان يې دوهم ديوبند هم بولي او هر کال ترې نږدې پنځلس سوه عالمان، سلګونه د قرانکريم حافظان او لسګونه مفتيان فارغيږي او د سيمې په ګډون د افغانستان ډېری عالمان هم له دغې مدرسې سره مستقيمه او يا هم غير مستقيمه اړيکه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: