د مردان په تخت بای تحصيل د شير ګړ تانې د ايس ايچ او دوه ويشت کلن ځوی چې د پرون نه راپديخوا ورک دی تر دې مهاله يې په اړه هيڅ مالومات نشته
د مردان پوليسو په سیمه کې په بېلا بېلو ځايونو کې د لټون عمليات هم تر سره کړي دي خو په تړاو یي تر اوسه کوم څه ورته په لاس ندي ورغلي.
دوه ويشت کلن عدنان چې د ايس ايچ او نور دراز خان ځوی دی پوليسو يې په لټه کې د تخت بای تحصيل په يو شمير سيمو کې د لټون عمليات کړي ولې د وروستي راپورونو له مخې تر اوسه پورې د عدنان د موندنې په اړه هيڅ کوم مالومات مخې ته ندي راغلي
عدنان د عبدالولي خان پوهنتون مردان شنکر کيمپس د کیمیایي زده کړو د ادارې زده کونکی دی