دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کوز کونړ ولسوالۍ د امنیه قمندان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي

د کوز کونړ ولسوالۍ د امنیه قمندان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي

د ننګرهار سیمه یزه چارواکي وايي د جنازې مراسمو پر مهال د کوز کونړ ولسوالۍ امنيه قومندان په ګډون ۲ تنه وژل شوي دي ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل د کوز کونړ ولسوالۍ بډيالۍ سيمه کې د وري په ۸مه ماسپښين شاوخوا درې بجې د جنازې مراسمو پر مهال نا معلومو وسله والو ډزې کړي، چې له امله يې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان سمونمل مطيع الله قاطع او يو بل ملکي وګړی وژل شوي دي د نوموړې په خبره په ياده پېښه کې څلور نور ملکي وګړي ټپیان شوي، چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی د یادونې وړ ده چې تراوسه د دغې پېښي مسولیت کومې وسله والي ډلي یا شخص پر غاړه نه دي اخستي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *