د کونړ ولایت سیمه یزه چارواکي وايي ګډو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چپه دره کې له تېري ورځي تصفیوي عملیات پیل کړي ول چې تېره شپه پای ته ورسیدل .
د کونړد امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهکان رسنیو ته وویل چې د دغه عملیاتو په پایله کې د یادې ولسوالۍ په سیدور سیمه کې د داعېش ډلې د سری قطعې قوماندان زاهد الله مشهور په پیری وژل شوي او ګڼ شمیر سپکې او درندې وسلې د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د دهکان په خبره په دغه وسلو کې ((ریموټ کنټرول بمونه ، راکټ انداز ، کلاشینکوفونه ، مارکوړ، لاسي بمونه او نور مهمات شامل دي ))
نوموړی زیاتوي په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان نه دي اوښتي
د یادونې وړ ده چې داعېش ډلې په دي اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي