پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کونړ په ولایت کې پاکستاني ځواکونو د غره په یوه لوړه څوکه پوسته جوړه کړي ده

د کونړ په ولایت کې پاکستاني ځواکونو د غره په یوه لوړه څوکه پوسته جوړه کړي ده

د ټرایبل نیوز د سرچینو د مالوماتو له مخې نن سهار د پاکستان پوځ د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ سرحدي سیمې اړوند د ډیورنډ نامنلې کرښې ته څېرمه د سپېنې څوکې په سر پوسته جوړه کړي ده
د ولسي وګړو د وینا له مخې یاده د غره څوکه چې په دغه سیمه کې د لوړ والې ساري نه لري چې د کنړ ولایت سربېره نور ولایتونه تري هم په نښه کېدای شي.

د راپور له مخې د یادې جوړه شوي پوستې په غبرګون د کنړ په ولایت کې مېشت افغان امنیتي ځواکونو غبرګون ښودلی چې په پایله کې د افغان خاورې د دفاع په خاطر یاده لانجمنه څوکه د افغان امنیتي ځواکنو له لوری د هاوانونو پر مټ وېشتل شوي ده.
خو بل لورې ته پاکستاني ځواکونه په سپین سترګۍ سره په پوسته د جوړلو کارونه نور هم چټک کړي دي.

د یادولو وړ ده دا ډول اقدام چې د پاکستان پوځ یې د ډیورنډ په کرغېړنه کرښه د افغان خاورې لور ته تر سره کوي لومړی ځل نه دی له دې وړاندې هم په څو څو ځل د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خپل ناقانونه تاسیسات جوړ کړي چې د بین المللي اصولو خلاف کار دی. چې ښکاره بېلګه یی د تورخم دروازه،د خوست ولایت د پاکستان سره نښتي سرحدي سیمې، کنړ، نورستان ولایت او بل مهم او ښکاره ثبوت یي د مومندو ایجنسۍ د ډیورنډ اوسني خط هغه غاړه ده چې شاوخوا ۴۵ کیلومتره خاوره کېږي چې د پاکستان پوځ لخوا په دوه زره او څلورم کال کې نیول شوی وه.

د شنونکو په اند دا ډول کړنې د پاکستان حکومت چې د افغان په خاوره یې تر سره کوي دنړیوالو قوانینو خلاف کار دی او د افغان په خاوره پوځي یرغل او دنیولو شومه هڅه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: