جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ګډ حکومت یو لوړ رتبه پلاوی نن نیویارک ته ولاړ

د ګډ حکومت یو لوړ رتبه پلاوی نن نیویارک ته ولاړ

د ملي یوولي حکومت اجرائیه رییس د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عمومي ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ.

د اجرایه ریاست په هغه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، ډاکتر عبدالله عبدالله به د افغان حکومت په استازيتوب د ملګرو ملتونو په ۷۳ عمومي ناسته کې د خبرو پر مهال د ملي یووالي د حکومت رسمي لیدلوری بیان کړي.

د اجرایه ریاست د خبرپاڼې په حواله، ډاکتر عبدالله عبدالله به په دې ناسته کې د ملي یووالي د حکومت په استازيتوب د سیاسي او امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو زیاتېدو او دوام، د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشرۍ د شفافو او باور وړ ټاکنو د ترسره کېدو، د ښې حکومتولۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، زده کړو او روزنې، د ښځو د تقویې، د اقتصادي پرمختګ او پروګرامونو په برخه کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو، د ملګرو ملتونو د زرکلنو طرحو له مخې د پایدارې پراختیا د ترلاسه کولو لپاره د هڅو او د داخلي او سیمه ییزو ګواښونو په اړه خبرې وکړي. سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې چې اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله به د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستې په جریان کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي، ولسمشرانو، د ځینو دوستو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو له یو شمېر رییسانو سره لیدنې او خبرې وکړي.

نوموړی به دغه راز په دغه سفر کې د افغانستان په استازیتوب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي له خوا د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو په ویاړ په جوړو شوو مېلمستیاو کې ګډون وکړي.

له ډاکتر عبدالله عبدالله سره به په دغه سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او ځيني نور لوړرتبه حکومتي چارواکي ملګرتیا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *