د امریکايي حکومت چارواکو ویلي د جرمونو نړیوالې محکمې خپل کار ته ادامه ورکړې ده او دوی ته یې ځينې اسناد هم سپارلي دي. د امریکا یوه پخواني ديپلومات ډېوېډ سکافر ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې په خپل لېست کې ۸۸ امریکایان شامل کړي دي. دغو کسانو په افغانستان کې د سي ای اې په مرکزونو کې بندیان ځورولي، شکنجه کړي او په زور یې له دوی اقرار اخیستی دی. دغه امریکایي ديپلومات ویلي د جرمونو نړیواله محکمه پر خپلو خبرو ولاړه ده او هڅه کوي دغه قیضیې وڅېړي. ډېوېډ همدا راز وايي چې دوی نه یوازې په افغانستان بلکې، په لېتوانیا، رومانیا او نورو هېوادونو کې هم د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو پلټنې پيل کړې دی. دده په خبره د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د جنګي جنایتونو دوسیې هم پرانیستې دي او ښایي په هغه کې هم د ګڼو کسانو د جرمونو پلټنه وشي.
