جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د ISI ازغنې ګوتې او پښتانه!!!

د ISI ازغنې ګوتې او پښتانه!!!

بالاخره د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د پاکستاني سیاستوالو شونډې وښورولې. له یوې نیمې میاشتې مبارزې وروسته غورځنګ د پاکستان د رسنیو په سر ټکيو کې ځای وموند، خو له هند او کابل سره یې تړلی بولي. په داسې حال کې چې غورځنګ په پېښور کې د لوی پرلت لپاره هرې خوا کمپاین پیل کړی، پاکستاني سیاستوالو په ښکاره د منظور پښتون په مشري پر ولسي غورځنګ تور پور کړ چې له ډیلي او کابله خړوبېږي.

د پاکستان د پوځ او بهرنیو چارو وزارتونو ویاندویانو په ډاګه ادعا وکړه چې ګنې منظور پښتون د هند او افغانستان د استخباراتو پروژه پر مخه بیايي. د دغو تورونو موخه د پاکستان د حکومت او پوځ ادعا ته د داسې سند برابرول دي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ لپاره هڅې کوي. عامو پاکستانیانو ته د هند په تړاو د خپل حکومت له خوا هر ډول تور له سند پرته د منلو وړ دی او باور یې دا دی چې د پاکستان هر مشر او کشر که د هندوستان په اړه هرڅه وايي، رښتیا وايي.
پاکستان پر پښتون‌ژغورنې غورځنګ د هند د اجنډا تور پورې کولو سره غواړي خپله ۱۵ کلنه ادعا خپلو خلکو ته داسې تصویر کړي چې په افغانستان کې د هندوستان حضور دوی ته ګواښ دی او وايي چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د مرستې له لارې دوی د پاکستان پر ضد کار پیل کړی.

د پاکستان د پوځ ویاند همدا دوې ورځې مخکې وویل چې له غورځنګ سره تر ټولو ډېر ملاتړ له افغانستانه شوی دی او په افغانستان کې یې خپلو لاس‌وهنو ته توجیه برابروله. سره له دې چې د منظور پښتون ولسي غورځنګ موخې او غوښتنې پر کوزو پښتنو د پنجابي واکمنو د ظلم پای ته رسول او د نیول شویو پښتنو خوشې کول دي، خو پاکستان فکر کوي چې په کور دننه د هر ډول غوښتنو تر شا یې هندوستان او افغانستان لاس لري. دا ډول ویره د نړۍ هر ملت کندې ته ور ټېل وهي او ولسونو ته هره وړه کیسه دومره لویه برېښي چې فکر کوي کېدای شي په کابل او ډیلي کې به یې پلان برابر شوی وي.

اسلام‌ابا د په تېره یوه نیمه لسیزه کې تل هڅه کړې چې د کابل او ډیلي تودې شوې اړیکې خپلې بقا ته ګواښ وګڼي او خپله دغه بې‌ځایه اندېښنه یې له ملګرو ملتونو نیولې، تر اسلامي کنفرانس او د رسنیو تر مایکروفونونو هر چېرته په ډاګه کړې ده.
په پا کستان کې له ولس سره اوس دا اندېښنه مخ په زیاتېدو ده چې که د اسلام‌اباد تور سم وي؛ نو څنګه هندوستان وتوانېده چې له کشمیر او ختیځې پولې پرته د پاکستان په لوېدیځ کې هم د پنجاب پر ضد جبهه پرانیزي او پر ټول ډېورنډ دې د پاکستان واک وننګول شي؟ پاکستانیان پوښتنه کوي چې د دوی پر اوږو سپور پوځ چې د دوی ۶۰ په سلو کې ملي بودیجه تر ستوني تېروي، ولې د هرې ورځې په تېرېدو په کور دننه د خپلو خلکو په وژنه کې ښکېل کېږي او د دوی سیال هند توانېدلی چې دوی له ختیځه تر لوېدیځه کلابند کړي؟

پاکستان له خپل پیدایښت را وروسته له اویا کلونو راهیسې خپل ملت ته هندوستان د دښمن په توګه معرفي کړی او ښکاري چې په ۶ لسیزو کې یې ترې کافي ګټه پورته کړې، خو په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې دوی افغانستان هم له هند سره په یوه کتار کې ودراوه. دوی پر افغانانو په تر سره کړې پانګه قمار وواهه او خپله ټوله ۴۰ کلنه خواري یې په سیند لاهو کړه. ډېرو افغانانو یو مهال پاکستان خپل دویم کور باله، خو نن یې تر ستوني لاندې خطرناک ناسور ګڼي چې له دښمنۍ پرته بله لاره یې ورته نه ده پرېیښې. پاکستانیان اوس داسې انګېري چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دوی کلابندي سختېږي او په ختیځ کې له هندوستانه وروسته په لوېدیځ کې افغانستان د دوی هرې ناشولتې ته توند غبرګون ښيي. د دوی باور دا دی چې اوس کابل د پاکستان ګرېوان ته لاس ور اچولی او لېرې نه ده چې تر لمنې یې ور څيرې کړي.

اسلام‌اباد هڅه کوي چې ۳۵ میلیونه پښتانه هم د بلوڅانو په څېر د افغانستان او هندوستان لاسپوڅي وښيي او د پنجاب د خوندیتوب لپاره د دوی وژل، ځورول او بندي کول ځان ته روا کړي، خو د پښتون‌ژغورنې ځوان ولسي غورځنګ اوس د پښتنو د زړه هغه برخه نیولې چې له څو ګلخانانو پرته هیڅ پښتون د پنجاب په دغه ډول تورونو نه غولېږي.

د ملتونو د وېشنې او ټوټه کېدو نړیوالې تجربې دا دي چې کله واکمن حکومتونه پر خپل ولس او یا یوه مېشت ټبر له هغه او د غه بهرني سره د تړاو تور پورې کړي؛ نو خپلې تباهۍ او ټوټه کېدو ته لار پرانیزي. د هند او پاکستان او د پاکستان او بنګله‌دېش د بېلتون مسالې، د کشمير ویشل، اوسنۍ سوریه، عراق او یوکراین یې ښکاره بېلګې دي چې واکمنو یې د خپل ولس پر یوه برخه د نورو د خدمت تور پورې کړ او کیسه یې ګلمرجانۍ شوه.
اسلام‌اباد تر بنګله‌دېش وروسته پر بلوڅانو او له هغو وروسته دا دی پر پښتنو تور پورې کړ چې ګنې د هند او افغانستان په هڅونه یې بغاوت پیل کړی دی. له لږکیو بلوڅو وروسته پاکستان یوه لوی قوم پښتانه ته ازغنې ګوتې ور تېرې کړې چې د انقلابونو او جګړو په څو سوه کلن تاریخ یې د پاکستان پلرنی کتابتون «بریښتیش لایبریري» ډکه ده. د پنجاب له عینکو د منظور پښتون په مشري غورځنګ ته کتونکي فکر کوي چې ګنې د کوزو پښتنو ناره خپله نه ده او تر شا یې د دوی په باور د افغانستان ملي امنیت او د هند استخبارات «را» لاس لري.

دغه ډول تورونه د پښتنو روان غورځنګ د بلوڅانو په څېر وسله‌وال بغاوت ته برابروي چې تمه ده د پاکستان د پاشل کېدو او د پښتنو د یو ځای کېدو سبب شي.

#سرخط ورځپاڼه نه په مننه سره!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: