جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / راتلونکو دوه کلونو کې باید ټول افغان کډوال د پاکستان نه هېواد ته ستانه شي

راتلونکو دوه کلونو کې باید ټول افغان کډوال د پاکستان نه هېواد ته ستانه شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په راتولنکو دوه کلونو کې باید ټول افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي.

نوموړی نن په پلازمېنه کابل کې د سلواغې د ۲۶مې په نمانځ غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې حکومت ژمن دی چې خپل ټول لومړیتوبونه بدل کړي ترڅو د له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت د حقاني شبکې پر یوه ډلمشر د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په غبرګون کې ویلي وو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون ترهګرو ډلو ته د ځالو د جوړولو زمېنه برابروي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم له دې وړاندې ویلي وو، چې پاکستان یواځې په دغه صورت کې د ترهګرو د نشتوالي ضمانت کولای شي چې ټول افغان کډوال له پاکستانه واوځي او پاکستان حکومت د کډوالو د شتون په هکله اندیښنې ونه لري.

خو ولسمشر غني وایي، افغان نه غواړي جې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو له شتون څخه د پلمې په توګه ګټه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: