پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / راتلونکې اونۍ کې یو لوړ پوړی پاکستانۍ پلاوی کابل ته راځی

راتلونکې اونۍ کې یو لوړ پوړی پاکستانۍ پلاوی کابل ته راځی

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راشي. په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوى به د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته را ورسېږي. سرچينې زياته کړې چې دغه پلاوى به په کابل کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کاري پلان د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي مشري به د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کوي او له افغان لوري سره به پر بېلابېلو موضوعاتو رغنده خبرې وکړي. د پاکستان سفارت ويلي چې په دې خبرو کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، سولې، پخلاينې او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې وشي. سرچينه وايي، پاکستان غواړي چې د دولتونو او لوړپوړو چارواکو په کچه له افغانستان سره اړيکه ونيسي او د رسنيو له لارې ډيپلوماسي ترسره نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې نن د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر له یو لړ شواهدو او اسنادو سره پاکستان ته تللي دي خو دا نه دي ويلي چې دا خبرې شوي که نه؛ ځکه چې نن سهار يوې باوري سرچينې ويلي وو چې، ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزير سره د ټيلېفون له لارې خبرې اترې رد کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *