سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / راتلونکې ورځو کې افغان پلاوي اسلام اباد ته ځي

راتلونکې ورځو کې افغان پلاوي اسلام اباد ته ځي

د پاکستان او افغانستان د پلاوي تر پرونۍ لیدنې وروسته په ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان حکومت یو پلاوی به د روانې میاشتې په نهمه نېټه پاکستان ته ځي. دغه پلاوی به پر یو لړ ګډو مسایلو له پاکستاني اړخ سره بحث کوي. دا چې دغه د بحث وړ مسایل به کوم وي په اړه یې څه نه دي ویل شوي. تېره ورځ د پاکستاني حکومت یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پلاوي ژمنه کړې چې د افغانستان له لوري د ورسپارل شوو اسنادو ارزونه به پیل کوي او په اړه به یې اقدامات کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، له افغان حکومت په دې لیدنه کې غوښتل شوي چې پر ډېورنډ کرښه له خپل لوري کنټرول لا ډېر کړي او د ترهګرو د اوښتو را اوښتو مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *