پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / راشد خان د (بیګ باش) په ۱۱ کسیزه غوره لوبډله کې اعلان شو

راشد خان د (بیګ باش) په ۱۱ کسیزه غوره لوبډله کې اعلان شو

په یاده لوبډله کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لپاره لوبیدونکی ۲ لوبغاړي راشد خان ارمان او ایلیکس کیري شامل دي.
دغه راز په یاده ۱۱ کسیزه لوبډله کې د (بیګ باش) سیالیو د مسوولینو لخوا غوره شوی ده ګلین مکسویل، ټام کوپر، میچل جونس، ډارسي شارټ، اشټن ټرنر، شین واټسن، اشټن ټرنر، جوفرا ارچر او فواد احمد شامل دي.
دیادونی وړ ده چی راشد خان ارمان اوسمهال په روانو سیالیو کی د ۱۰ لوبو وروسته په ۱۷ ویکټو مخکښ ویکټ اخیستونکی دی.
د (بیګا باش) په روان لیګ کې د راشد خان ارمان لومړي ګډون دی چې د ښه ځلیدو په مټ یی لوبډله ایډلیډ سټرایکرز اوسمهال دروان (لیګ) سیمي فاینل ته هم رسیدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *