پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / تفریح / راشد خان د دریم ځل له پاره د لوبې غوره ستوری اعلان شو

راشد خان د دریم ځل له پاره د لوبې غوره ستوری اعلان شو

د هند په سوداګریزو سیالیو کې راشد خان وتوانېد چې د بل ځل لپاره هم پخپله غوره توپ اچونه د درېیم ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.

نوموړي پخپلو څلورو اورونو کې ۲۳ کمې منډې ورکړې او دوه مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې، دده لومړۍ ویکټې مخالف لوبډله له ستر هدف ټاکلو څخه بې وسه کړه او تکړه لوبغاړی چې ۶۵ چټکې منډې یې جوړې کړې وې وسوځاوه.

په دغه لوبه کې لومړی د دهلي لوبډلې توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ځوان توپوهونکي پریتیو شا په ۳۶ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې راشد خان د ۲۳ منډو په بدل کې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې د راشد خان لوبډلې چټک پېل وکړ، او لومړۍ ویکټه یې د ۷۶ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه، همداډول یې ټاکلی هدف په وروستي اور کې له سختې لوبې وروسته د یوسف پټان په ښکلې توپوهنه پوره کړ، او د ۷ ویکټو په توپير یې لوبه وګټله.

راشد خان د آی پي ایل په روانو سیالیو کې درېیم لوبغاړی دی چې زیاتې ویکټې یې ترلاسه کړي، نوموړي په ۹ لوبو کې ۱۲ ویکټې په ښه اوسط ترلاسه کړې دي، همدا ډول مجیب ځدراڼ د ۹ ویکټو په ترلاسه کولو سره په دغه لیست کې په ۱۱م نمبر دی.

سربېره پر دې راشد خان په زیاتو توپونو میس کولو کې په درېیم او مجیب ځدراڼ په نهم نمبر دی، چې ۸۷ او ۷۳ توپونه یې میس کړې دي، راشد خان په دغو سیالیو کې په یوه لوبه کې تر ټولو زیات ۱۸ توپونه میس کړي چې په لومړي نمبر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: