شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / پاکستان / راو انور د محکمې نه په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه کړې

راو انور د محکمې نه په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ایم» د څو ورځې راهیسي د کراچي لانګ مارچ لپاره تیاری نیسي او پر ټولنیزو پاڼو کمپاین ورته کوي خو تېره ورځ ددغه غورځنګ یوه مشر وویل چې د کراچي انتظامیه ورته په جناح پارک کې د غونډې اجازه نه ورکوي.

د دې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ تېره ورځ جمعه پر خپل ټویټر په یوه ویډیو کې وویل چې دولتي ادارې دوی ته اجازه نه ورکوي چې په جناح پارک کې جلسه وکړي.

نوموړي وویل چې دوی هر ځای مجلس وکړي، هلته خلک نیول کیږي او هر ځای چې جلسه پلان کړي هلته له مخکي رینجرز رسیدلي وي او لاري يې بندي کړي وي.

محسن وویل چې د جلسې ځای یې بدل کړی او (يکشنبې) په څلور بجې په سهراب ګوټ کې جلسه کیږي.

نوموړي په یوه تازه ټویټ کې ویلي چې د پاکستان پي آی اې شرکت د منظور پښتین د الوتکې ټکټ کینسل کړی او هغه ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په داخلي پرواز کې سفر وکړي.

بلخوا د پښتون غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ددوی یو شمېر ملګري د کراچي د پولیسو مشر (کمشنر) خپل دفتر ته د مذاکراتو لپاره ور وغوښتل او بیا یې بندیان کړل چې په هغو کې دده په وینا «هاشم، سیف افغان، ګل مرجان» شامل دي او د ځینو څخه یې موبایلونه اخیستی.
نوموړي وویل چې په ورته وخت کې د حیدراباد څخه هم ددوی یو څو تنه ملګري نیول شوي دي.

باید وویل شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ که څه هم په ولس کې پراخ ملاتړ تر لاسه کړی خو پر ضد یې په ولسي او دولتي کچه مخالفتونه هم ډېر شوي دي، په ځانګړي ډول چې کله ددغه غورځنګ ملاتړ د افغانستان څخه په دولتي کچه وشو او د پاکستان د پوځ پر ضد یې په شعارونو کې توندوالی راغی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونه په دې تورنوي چې په زرګونو پښتانه یې بغیر له محکمې بندیان کړي او وژلي دي چې باید د هغوی معلومات وشي او خوشي شي او همداسي د پښتنو سره په هیواد کې دننه عادلانه چلند وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: