پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / راو سټوري: په افغانستان کې د ټرمپ تګلاره له ډېرې بدې ماتې سره مخ ده

راو سټوري: په افغانستان کې د ټرمپ تګلاره له ډېرې بدې ماتې سره مخ ده

د راو سټوري په نامه یوه نشریه لیکي، تېره اونۍ وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه وکړل. سرچینه کاږي، ددې تر څنګ په کابل کې په یوه تعلیمي مرکز کې خونړی برید وشو او وسله والو طالبان هم هره ورځ هڅه کوي نوې سیمې له افغان ځواکونو ونیسي. د نشریې په وینا دا هر څه ښيي چې د ټرمپ تګلاره په افغانستان کې له سختې او بدې ماتې سره مخ ده او د پام وړ پایلې یې نه دي لرلې. په لیکنه کې وړاندې راځي، ټرمپ ژمنه کړې وه، چې په یوه کال کې به په افغانستان کې د خپلې تګلارې مثبتې پایلې غواړي، خو نه یوازې د هغه تګلاره مثبتې پایلې نه لري بلکې له ډېرو منفي او خونړیو پایلو سره مله ده. راو سټوري په پای کې لیکي په افغانستان کې د روانو ناخوالو تر ټولو ستر لامل دا دی، چې امریکا پر افغانستان هېڅ تمرکز نه لري. د سرچینې په وینا دیموکراتان پر ټرمپ بوخت دي او غواړي د هغه چارې وڅاري نو په دې منځ کې افغان جګړه یوه هېره شوې جګړه ده چې امریکا دومره پام نه ورته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *