سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / رباني:ترهګر په پاکستان کې دي، دغه هېواد دې د کندهار د برید عاملین پیدا کړي

رباني:ترهګر په پاکستان کې دي، دغه هېواد دې د کندهار د برید عاملین پیدا کړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني خپل پاکستاني سيال سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې له هغه وغوښتل، چې د کندهار پېښې عاملينو په پيدا کولو مرسته وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت لخوا دتلې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن صلاح الدين رباني سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د کندهار پر پېښې خواشيني څرګنده کړه.

قريشي زياته کړې : (( د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د پوځ مشر او زه پر دې پېښې سخت خواشيني شوي يو او په کلکه يې غندو.))

په خبرپاڼه کې راغلي، صلاح الدين رباني د مننې ترڅنګ ويلي، د کندهار پېښه د ولسي جرګې ټاکنو ترڅنګ رامنځته شوې، ترهګر غواړي چې دا ټاکنې له ننګونو سره مخ کړي، خو د افغانستان خلک به هغوى ته ددې کار اجازه ورنه کړيـ.

رباني جنرال رازق هېوادوال ، اغېزمن قوماندان او له ترهګرۍ سره د مبارزې پورته شخصيت وباله.

د سرچينې په وينا، رباني ويلي، چې د جنرال رازق مرموزه وژنه ځينې پوښتې راولاړې کړې او په همدې موخه حکومت په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

هغه زياته کړې، دا چې طالبانو ددې پېښې مسووليت په غاړه اخيستى او مشران يې په پاکستان کې اوسېږي، نو افغانستان له پاکستان څخه غواړي، چې د کندهار پېښې د عاملينو په پيدا کولو کې مرسته وکړي.

تېره ورځ د( تلې ٢٦مه) شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه داخلي وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول چې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: