پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / رجب طیب اردګان د اسلامي نړۍ مشران ترکیه ته غوښتې دې

رجب طیب اردګان د اسلامي نړۍ مشران ترکیه ته غوښتې دې

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان د اسلامي نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې د راتلونکې جمعې په ورځ استنبول ښار کې د «اسلامي همکارۍ» سازمان په بېړنۍ غونډه کې ګډون وکړي او د فلسطين پر خاوره د اسراييلو تېری تر بحث لاندې ونيسي.

د ترکيې ولسمشر او لومړي وزير په دې اړه د اسلامي هېوادونو مشرانو ته تيلفونونه کړي او هغوی يې د قدس په اړه دې غونډه کې ګډون ته وربللي دي.

اردګان تېره ورځ د اسلامي همکارۍ سازمان نه وغوښتل چې په دې اړه يوه بېړنۍ غونډه وکړي. د ترکيې خبري اژانس اناضول ويلي، چې د قطر او الجزاير لومړيو وزيرانو له يلدريم سره ژمنه کړې، چې دې غونډه کې به ګډون کوي، او دا چې يلدريم دغه راز د بنګله دېش، پاکستان او المغرب له لومړيو وزيرانو هم د ګډون غوښتنه کړې ده. ترکيې له واشنګټن او تل ابيب نه د خپلو سفيرانو له ورغوښتو وروسته د اسراييلو سفر هم له خپل هېواده شړلی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه غبرګون ښودلی او څرګنده کړې يې ده، چې په دې اړه له نړيوالې اجماع سره همغږي دي. دې وزارت ويلي چې وړاندې يې هم له امريکايي مشرانو سره په دې اړه اندېښنې شريکې کړې دي.

له بل پلوه عرب هېوادونه سبا په همدې اړه يوه غونډه لري، چې لومړي وزيران به په کې ګډون وکړي. خو دا چې دغه هېوادونه له وړاندې امريکا سره د قدس پر سره په معامله تورن دي، نو د اسلامي نړۍ خلک يې د پاموړ نه بولي.

قدس ته د امريکا د سفارت د انتقال په ورځ زرګونو فلسطينيانو په لاريونونو لاس پورې کړ، چې پر لاريونوالو د اسراييلي پوځ د بریدونو په ترڅ کې د کوچنيانو په ګډون له ۶۰ تنو ډېر ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول. عامو مسلمانانو په دې اړه د سختې غوسې څرګندونه کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *