پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / روانه جګړه د پاکستان له خاورې رهبري کېږي او اسلام اباد د ترهګرو ملاتړی

روانه جګړه د پاکستان له خاورې رهبري کېږي او اسلام اباد د ترهګرو ملاتړی

 

که په پاکستان کې شته ترهګرې ډلې له منځه یوړل شي د افغانستان ستونزه به حل شي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په هند کې په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، که نړیوال غواړي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات راشي، نو د ستونزو د حل کلي په پاکستان کې د ترهګرو ډله له منځه وړل، ددوی ځالې او امن پټنځایونه په نښه کول دي.هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان له خاورې رهبري کېږي او اسلام اباد د ترهګرو ملاتړی دی. د ښاغلي کرزي په خبره، پاکستان له ترهګرو د وسیلې په توګه کار اخلي. حامد کرزي پر پاکستان د هر ډول سیاسي، ديپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي په افغانستان کې د فساد په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دلته فساد نشته او مفسیدین بهرنیان دي. دده په وینا په افغانستان کې دومره فساد نه دی شوی لکه نړیوالې سروې ګانې او رسنۍ یې چې ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: