دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / روان کال سلګونه زره کډوال له ایران او پاکستان راستانه شوي دي

روان کال سلګونه زره کډوال له ایران او پاکستان راستانه شوي دي

د کډوالو نړیواله اداره وايي، له جنورۍ میاشتې راهېسې ۴۶۳ زره افغانان له ایران او پاکستان خپل هېواد ته یا پخپله خوښه ستانه شوي او یا په زور ایستل شوي دي. دې ادارې په خپل اونیز راپور کې ویلي چې خپل هېواد ته په ستنو شویو افغان کډوالو کې لویه برخه ۴۴۲ زره له ایران ستانه شوي چې شا او خوا ۱۹ زره یې بې اسنادو کډوال دي. په ایران کې روانې اقتصادي او سیاسي ستونزې له دغه هېواد د دومره لوړ شمېر افغانانو د ستنیدو لامل بلل شوی دی. تر دې دمه په څو میاشتو کې د را ستنو شوو کډوالو شمېره د تېر کال له ټولو راغلو کډوالو سره برابره ده. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت دا شمیرې تاییدوي او وايي، دغه ډله کډوال د ډېرو زیانمنو شوو کډوالو په ډله کې نه راځي، خو بیا هم دوی هڅه کوي اړینې او د اړتیا وړ مرستې ورسره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *