دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / روحاني:امریکا د ایران د حکومت پرځولو په هڅه کې ده

روحاني:امریکا د ایران د حکومت پرځولو په هڅه کې ده

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، امریکا د ایران د حکومت پرځولو په هڅه کې ده. روحاني یادې څرګندونې په ایران کې د نوي تحصیلي کال د پرانیستي په مراسمو کې د خبرو پر مهال کړې دي. هغه پر ایران د امریکا وروستیو بندیزونو ته په اشارې وویل، چې امریکا غواړي د ایران اسلامي نظام له منځه یوسي. هغه زیاته کړه، هیچا ته به هیڅکله هم د دې اجازه ورنه کړي چې د ایران په مسایلو کې لاسوهنه وکړي، دا خو ډېره لرې خبره ده، چې دوی د نظام د بدلون په لټه کې دي. روحاني په ایران کې د شته ستونزو پړه پر امریکا واچوله او زیاته یې کړه، چې امریکایي چارواکو دې په دې پوه وي چې د ایراني رژیم د بدلون خوب به ګور ته یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *