دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / روحاني: د ټرمپ وروستی وړاندیز سپکاوی دی

روحاني: د ټرمپ وروستی وړاندیز سپکاوی دی

ایران وايي له روحاني سره د لیدنې په اړه د ټرمپ وړاندیز بې مانا کار او سپکاوی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه خبري غونډه کې ویلي، د امریکا د ولسمشر دعوت چې وايي له قید او شرط پرته له ایراني ولسمشر سره ګوري سپکاوی دی، ځکه دا چاره یې له خپلو روانو پلانونو سره په ټکر کې ده. دده په وینا امریکا پر ایران د شرط نه اېښودلو خبره کوي خو عملا له یوه نړیوال او قانوني تړون وتلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، د ټرمپ خبرې او عمل سره په ټکر کې دي. بل پلو د ایراني پوځ چارواکو ویلي دوی به په هېڅ صورت د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي. ددوی په خبره ایران شمالي کوریا نه دی، چې د امریکا غوښتنې ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *