جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / روسيې د بهرنیو چارو وزیر وایي افغانستان کې وضیعت ورځ تر بلې خرابېږیي

روسيې د بهرنیو چارو وزیر وایي افغانستان کې وضیعت ورځ تر بلې خرابېږیي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي په افغانستان کې د داعش او طالبانو د فعالیت له امله وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او دلته روان کړکیچ د زور له لارې د کنټرول یا حل وړ نه دی. د سرګي لاروروف په خبره په افغانستان کې به وضعیت تر دې هم بدتره شي، ځکه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ستونزې د سیاسي حل لپاره کوم بهیر نشته دی. دده په خبره په افغانستان کې د روانې ستونزې د حل یوازینۍ لار دا ده، چې په واقعي توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو او سیاسي مذاکراتو لپاره یو بهیر رامنځ ته شي او دغه کسان د افغانستان د ستونزې رښتینی حل وغواړي. نوموړي یو ځل بیا هم په افغانستان کې په تېره په شمالي ولایتونو کې دداعش ډلې فعالیتونه دجدي اندېښنې وړ بللي دي او په وینا یې دغه ډول فعالیتونه ټولې سیمې ته خطرناک دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: