په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي له افغان حکومت غوښتي چې د افغانستان په شمال کې داعش ډله ختمه کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت ارزولو ته ځانګړې شوې وه. د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د روسیي سفیر واسیلي نبنزیا کوله. نبنزیا په افغانستان کې د داعش فعالیت د اندېښنې وړ وباله او له افغان حکومت یې وغوښتل چې دغه ډله وځپي او د پرمختګ مخه یې ونیسي. نوموړيل وویل داعش په افغانستان کې لس زره جنګیالي لري چې په نهو ولایتونو کې فعال دي. دده په وینا افغان حکومت باید په شمال کې داعش ختم کړي. تر دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني بیا په تاشکند کې په یوه کنفرانس کې په افغانستان کې دداعش ډلې د جنګیالیو شمېر د دوو زرو په شاوخوا کې بللی و. ولسمشر غني له دغه ډلې سره پر مبارزه ټینګار کړی و. خو داسې راپورونه هم شته چې ددغه ډلې غړي ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو دي.
