د روسيې سفیر الکساند مانتیسکي له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکا یوازې د روسيې پر ضد منفي تبلیغاتو ته اوږه ورکړې او په افغانستان کې خپله ۱۶ کلنه ناکامي او د داعش نفوذ ناپامه نیسي
روسي سفیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی له هڅو سره سره لا هم لوېديځ هېوادونه چوپه خوله دي او نه وايي چې د افغانستان په شمال کې هغه چورلکي د چا دي چې دلته وسله وال ښکته کوي.
مانتیسکي ويلي چې خپله اندېښنه يې په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر «يوناما» سره هم شریکه کړې خو مثبت ځواب يې نه دی موندلی.
روسي سفیر د امریکا هغه دعوه چې روسیه يې د طالبانو ملاتړې بلله، بې اساسه وبلله او په وينا يې څو ځلې يې پر امریکا غږ کړی چې شواهد وړاندې کړي، خو نه يې شي وړاندې کولی.
د روسيې سفیر په داسې حال کې یو ځل بیا د افغانستان په شمال کې د امریکا له لوري د وسله والو د ځا پر ځای کولو اندېښنه په ډاګه کوي، چې افغان حکومت هم کله کله په شمالي ولایتونو کې د داعش د فعالیت خبر ورکوي