دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه:هغه هېوادونه به په نښه کړي چې د امریکایي توغندیو کوربانه شي

روسیه:هغه هېوادونه به په نښه کړي چې د امریکایي توغندیو کوربانه شي

د روسیې ولسمشر وایي، هغه هېوادونه به په نښه کړي چې د امریکایي توغندیو کوربانه شي. ویلادیمیر پوتین ویلي، که امریکا د منځني واټن ویشتونکي توغندي په اروپا کې ځای پرځای کړي، مسکو به هغه هیوادونه په نښه کړي چې دغه توغندیو ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي. پوتین نږدې یوه اونۍ وروسته تر دې دا خبره وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه مهم او تاریخي تړون د وتلو اعلان وکړ. دا تړون مسکو او واشنګتن د کروز ډوله منځني واټن توغندیدو له ځای پرځایکولو او توغولو منع کوي. ډونالډ ټرمپ ویلي، چې روسیې له دې تړون سرغړونه کړې ده. خو روسیه د ټرمپ دغه تورونه بې ځایه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: